اسلایدشواقتصاد او پراختیامهم مطالبنړۍ

چین د امریکا پر وارداتو محصول ولګوه

دید خبرې آژانس: وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د چین پر وارداتو تعرفه ولګوله، چین بېرته د امریکا پر توکو ګمرکي محصول ولګوه.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې چین د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا پر یو شمېر وارداتو تعرفې ولګولې، چې دا د چینايي توکو پر ضد د امریکا د نویو تعرفو یو چټک غبرګون و.

راپور زیاته کړې چې دا اقدام د نړۍ د دوو لویو اقتصادي بلاکونو ترمنځ د سوداګریزې جګړې د بیا پیل نښه ده. 

د امریکا له لوري د ټولو چینایي وارداتو پر وړاندې د ۱۰٪ اضافي تعرفې پرېکړه سر له نن (سې شنبه) پلې کېږي.

خو د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي، د امریکا پر ټاکل شویو صادراتي توکو نوي تعرفې به د فبرورۍ په ۱۰مه پلي شي، ځکه د اوس لپاره به  واشنګټن او بیجینګ ته به د یوې هوکړې لپاره یو څه فرصت ورکړ شي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي، ټرمپ پلان لري چې د روانې اونۍ په وروستیو کې د چین له ولسمشر، شي جینپینګ سره خبرې وکړي. 

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د مکسیکو او کاناډا پر وارداتو د ۲۵٪ تعرفې د لګولو ګواښ په وروستۍ شېبه کې وځنډاوه، او د دې پر ځای یې د ۳۰ ورځو ځنډ اعلان کړ، په دې شرط چې له دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو سره د پولې کنټرول او جرمونو د مخنیوي په برخه کې هوکړې وشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا