اسلایدشوافغانستانحکومتسیاست

د ا.ا د کابینې په غونډه کې د هېواد پر یو لړ مهمو موضوعاتو بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۱۵مه غونډه د رئيس‌الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.

باختر اطلاعاتي آژانس ته د چارو ادارې لوی ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د هېواد پر یو لړ مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې او په اړه يې لازم تصميمونه نيول شوي دي.

په غونډه کې دغه راز ځینې مسایل ټاکل شويو پلاويو ته سپارل شوي، ترڅو یې چارې نهايي او راپور یې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

ورته مهال، يو پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په ننګرهار کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي؛ آسانتياوې ورته برابرې کړي او هر اړخيزه همکاري ورسره وکړي.

همدا رنګه، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ته دنده سپارل شوې چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست له مسوولینو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مېشتو امنیتي مسوولینو او منسوبينو د ستونزو حل په اړه ناسته وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا