اقتصاد وزارت: د مالي سرچینو زیاته برخه د نړیوالو موسسو د لګښتونو لپاره کارول شوې ده
دید خبرې آژانس: د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت، نن د یوې اعلاميې په خپرولو سره د «سیګار» ادارې د وروستي راپور په غبرګون ویلي چې په افغانستان کې د بشري مرستو په نامه د مالي منابعو زیاته برخه، د نړیوالو موسسو د شخصي لګښتونو لپاره کارول شوې ده.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي دي: “د سیګار ادارې په نوي خپور شوي راپور کې چې د تېرو څه باندې درېیو کلونو په موده کې د امریکا له خوا د ۳.۷۱ میلیارده ډالرو لګښتونو ته اشاره شوې ده؛ د افغانستان پر اقتصادي وضیعت د پام وړ اغېزې نه دي پرې ایښي,دا مالي منابع دوی خپلو نړیوالو موسسو ته په واک کې ورکړي چې ډېره برخه یې د دوی خپلو لګښتونو لپاره کارولې او پاتې یې د بشري مرستو تر عنوان لاندې په بېلابېلو برخو کې خلکو ته ځانګړې کړې وه.”
په اعلامیه کې یادونه شوې چې د امریکا له لوري په مالي او اقتصادي تحریمونو سربېره؛ د افغانانو څه باندې ۹ میلیارده ډالر اسعاري زېرمې چې د هغوی شتمني ده؛ هم کنګل شوې چې له امله یې د افغانستان ملي اقتصاد اغېزمن شوی دی.
اقتصاد وزارت د امریکا له خوا د یادو زېرمو د تخصیص، کارولو او لېږد په اړه هر ډول اقدام د نه منلو وړ بللی او پر نړیوالې ټولنې او هېوادونو یې غږ کړی چې دغه مالي سرچینې دې د افغانستان بانک ته وسپاري، څو په افغانستان کې د پولي ثبات د ساتلو، د مالي سیسټم د پیاوړتیا، له نړۍ سره د سوداګرۍ د آسانتیا او اقتصادي ثبات لپاره ترې ګټه پورته شي.