اسلایدشوافغانستانسیاست

متقی: هیله‌من یو چې تهران د اسلامي امارت سفیر ومني

دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې په هکله جزییات ورکړي او ویلي یې دي، هیله‌من دی چې، تهران د اسلامي امارت سفیر ومني.

ښاغلي متقي همدارنګه ویلي چې، په کابل کې یې، له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په بېلابېلو برخو کې خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي:«پر دې هم بحث وشو چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکه کچه څه لوړه شي او د اسلامي امارت له لوري د ایران اسلامي جمهوریت ته سفیر معرفي شي او هلته ومنل شي؛ پر دې موضوع بحث وشو او هغوی دغه موضوع‌ له خپلو مشرانو سره شریکوي.»

بل خوا، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌دی. او ټینګار یې کړی، رسمیت پېژندنه یو داسې بهیر دی چې، د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ خپلې ځانګړې ځانګړتیاوې لري. 

 په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست وايي:«رسمیت پېژندنه یو داسې بهیر دی چې، د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ خپلې ځانګړې ځانګړتیاوې لري.»

 د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د رییس الوزرا، د بهرنیو چارو، دفاع، صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیرانو په ګډون یې د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل او پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي مسایلو، حق‌ابې او د کډوالو پر مسئلې یې خبرې وکړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا