د اوبو او انرژۍ وزارت: په نوې کېدونکې انرژۍ کې د پانګونې زمینه برابره شوې
د پاکې انرژۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، تمه لري د تجدید وړ انرژي په نړۍ کې د برېښنا د تولید پر سرچینو بدله شي.

انتونیو ګوترش زیاته کړې چې، په دې تحول سره به د برېښنا له اړخه لګښتونه هم راکم شي.
له تجدید وړ سرچینو د انرژۍ تولید د هوا د ککړتیا د کمښت او ارزانوالي له امله په نړۍ کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت هم له اوبو، بادونو او لمره د انرژۍ د تولیدولو په برخو کې د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دمګړۍ په افغانستان کې هم له تجدید وړ سرچینو د برېښنا پر تولیداتي چارو د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد وايي: د اوبو او انرژۍ وزارت د تجدید وړ انرژۍ په برخه کې لکه نېکه مرغه پراخه زمینې هم رامنځته کړې دي. په دې برخه کې تر دې دمه ډېره زیاته پانګونه هم را جذب شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو لمخې، دمګړۍ په افغانستان کې له لمره په ګټنې ۶۰ مېګاواټه برېښنا تولیديږي او افغانستان له بادونو او لمره د انرژۍ د تولید په برخه کې ګڼ ظرفیتونه لري.