اسلایدشوافغانستانسیاست

شاهین: له قطر څخه ستاینه کو

دید خبرې آژانس: په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین له نړۍ سره د افغانستان د سرپرست حکومت د اړیکو د پراختیا په برخه کې د قطر هېواد رول مهم بللی دی.

ښاغلي شاهین ویلي چې، دم‌ګړۍ له قطر سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اړیکې دوستانه دي.

د چارو ځينې شنونکي هم په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د قطر نقش اغېزناک ګڼي.

په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر ویلي:«له قطر سره زموږ اړیکې دوستانه او د ورورګلوۍ دي او په بېلابېلو ډګرونو کې له دوی سره همکاري لرو. باید ووایو چې، موږ په افغانستان کې د قطر له پانګونې هرکلی کوو.»

په قطر کې د اسلامي امارت سفارت فعال دی او د افغانستان سرپرست حکومت توانېدلی چې، د دغه سفارت له لارې له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې ټينګې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله وايي:«حسنه اړیکې او همدارنګه د هېوادونو په هکله او له افغانستان سره د همکارۍ په هکله د قطر دایمي رول تل مثبت دی او اوس هم خپله وروستۍ هڅه کوي چې، افغانستان له نورو هېوادونو سره ښه تعاملات ولري او په دې برخه کې، تل ښه منځګړیتوب کړی دی.»

قطر د اسلامي امارت او د افغانستان د مخکیني حکومت ترمنځ د سولې د خبرو او دغه‌راز د اسلامي امارت، امریکا، او نورو لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د خبرو اصلي کوربه پاتې شوی دی. دا خبرې چې، په دوحه کې ترسره شوې، په ۲۰۲۰ کال کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې لامل شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا