اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د ډالرو د بیو لوړوالي/ کابل اوسېدونکي اندېښمن دي

دید خبرې آژانس: د کابل اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې له لوړېدو سره سم د خوراکي توکو بیې هم لوړیږي.

دا چې د افغانستان ډېره برخه سوداګریز توکي وارداتي دي او په ډالرو پېرل کیږي، نو د ډالرو په بیو کې بدلونونه په مستقیم ډول د خوراکي توکو پر بیو اغېز کوي. 

له تېرو دوو اونیو راهیسې د هر ډالر بیه ۴ افغانۍ لوړه شوې ده.

د کابل اوسېدونکي، شاه محمد و ویل: « کله چې ډالر لوړیږي، بیې هم په اتومات ډول لوړیږي، خلک ډېر بې‌ چاره شوي او د پېرلو توان نه لري.» 

د کابل بل اوسېدونکي، شمشاد طلوع ته ویلې: « کله چې ډالر لوړیږي، موږ یې وس نه لرو چې خوراکي توکي وپېرو، بیې ډېرې لوړې شوې دي.»

د وروستیو شمېرو لمخې، دا مهال یو ډالر په ۷۵ افغانۍ او ۶۱ پوله تبادله کیږي. 

شنونکي پر دې باور دي چې د نړۍوالو مرستو بندېدل یا کمښت کولای شي د ډالرو د بیې د لوړوالي او د افغاني د ارزښت د بې‌ثباتۍ یو مهم لامل وي. 

د اقتصادي چارو شنونکي محمد نبي افغان و ویل: « کله چې هېواد ته بهرنۍ مرستې او ډالر بند شي هغه که مستقیم دولت ته وي یا غیر مستقیم موسسو ته وي، دا زموږ پر اقتصاد ډېر منفي اغېز لري، ځکه زموږ واردات ډېر او صادرات کم دي.»

خو د افغانستان بانک د اسعارو په بیو کې بدلونونه یو عادي بهیر ګڼي او ډاډ ورکوي چې د ډېرو بدلونونو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري په دې اړه و ویل: «د افغانستان بانک د یوه مرکزي بانک په توګه ژمن دی چې، د افغانيو ارزښت وساتي او اجازه ورنه کړي چې جدي نوسانات رامنځته شي. نوسانات د هر هېواد د پولي واحد پر وړاندې یوه عادي مسله ده.»

ټاکل شوې چې، د افغانستان بانک نن (شنبه) ۲۰ میلیونه ډالر د افغانیو د ثبات او د ډالرو د بیې د مهارولو لپاره لیلام کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا