Uncategorizedاسلایدشوافغانستاننړۍ

انګلستان د اقليمي بدلون د اغېزو راکمولو لپاره له افغانستان سره مرسته کوي

دید خبرې آژانس: د ا.ا د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر الله ذاکر د افغانستان لپاره د انګلستان د سفارت له شارژدافیر رابرټ ډېکسن سره کتلي.

ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې، د اسلامي امارت او انګلستان د سیاسي اړیکو او له افغانانو سره د ياد هېواد پر بشري مرستو خبرې وشوې.

کابل کې د انګلستان د سفارت شارژدافير په دغه کتنه کې ويلي چې لندن په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي زياته کړی، چې د انګلستان حکومت هوډ لري، ترڅو د اقلیمي بدلون مدیریت او د اغېزو راکمولو لپاره افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

هغه همدارنګه ويلي؛ اړتیا ده، چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې برخه شي او د خبرو او بحث له لارې شته ستونزې حل شي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر الله ذاکر په دغه کتنه کې له افغانانو سره د انګلستان بشري مرستې مهمې بللې او ويلي يې دي،‌ چې اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال افغانستان د اقلیمي بدلون له شدیدو زیانونو سره مخ دی او په دې برخه کې یې د نړیوالو د مرستو او مسوولیت یادونه وکړه.

هغه زياته کړې، چې د اسلامي امارت دریځ روښانه دی او اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم لوري پر ضد وکارول شي او همدارنګه افغان حکومت پخپلو ژمنو عمل کړی دی.

مولوي ذاکر همدارنګه ويلي چې پر اسلامي امارت نیوکې او تاوتریخوالي ته لمن وهل د حل لاره نه ده، ښه به وي چې نور هیوادونه خپلې اندېښنې په مستقيم ډول له افغان حکومت سره شريکې کړي.

Back to top button