اسلایدشوافغانستانټولنه

د سویډن کمېټه به د افغانستان لپاره د پیوستون کمېټې په نوم فعالیت وکړي

دید خبرې آژانس: د سویډن کمېټې چې، له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت درلود، اوس یې په افغانستان کې د خپلو ټولو فعالیتونو له ځنډولو خبر ورکړی دی.

دغې کمېټې زیاته کړه چې، په افغانستان کې به خپل ټول دفترونه وتړي او له بهره به د افغانستان لپاره د پیوستون د کمېټې په نوم فعالیت کوي.

د دغې کمېټې په اعلامیه کې راغلي:«د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه نور په افغانستان کې فعالیت نه‌کوي او زموږ دفترونه تړلي دي. موږ اوس له افغانستانه بهر د افغانستان لپاره د پیوستون کمېټې په نوم فعالیت کوو.»

په افغانستان کې د دغې کمېټې ډېری فعالیتونه له ښځو، ماشومانو او معلولینو سره مرستې بلل شوې دي. که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو د ځنډېدو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو ځينو کارپوهان وایي چې، د سویډن کمېټې په څېر موسسو له لوري د بشري مرستو رسول د افغانستان په ګټه دي او اسلامي امارت باید د داسې یو بنسټ د فعالیتونو د دوام لپاره مناسبې لارې چارې ولري.

د دغې کمېټې د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې یې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د څه باندې ۷ زره افغان کارکوونکو په لرلو سره فعالیت کاوه.

اسلامي امارت د روان کال په وري میاشت کې په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې په افغانستان کې د سویډن کمېټې فعالیتونه ودرول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا