اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

دبلیو اف پی: ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي

دید خبرې آژانس: د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په روان ژمي کې نږدې ۱۵ میلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د دغه پروګرام د اړیکو مسوول زیاته کړې چې دوی هڅه کوي په هره میاشت کې شپږو ملیونو کسانو سره مرستې وکړي.

د ژمي سړه هوا او د کار د نشتوالي ستونزې د ډېری هېوادوالو لپاره ژوند سخت کړی دی.

بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) راپور ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیونه وګړي به د خوراکي ناامنۍ له ناورین او بېړنیو شرایطو سره مخ شي. 

د دغه بنسټ د اړیکو مسوول ویلي ، چې دوی پلان لري د روان ژمي په هره میاشت کې شاوخوا شپږ میلیونه کسانو ته بشري مرستې ورسوي. 

د خوړو نړۍوال پروګرام د عامه اړیکو مسوول، ضیاءالدین صافی په دې اړه وايي: په دې ژمي کې د اروپايي ټولنې او زموږ د نورو شریکانو د مالي مرستو له امله د خوړو نړۍوال پروګرام پلان لري چې هره میاشت شپږ میلیونو کسانو ته په ټول هېواد کې بېړنۍ خوراکي مرستې چمتو کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د مالي سرچینو کمښت دا اداره اړ ایستلې چې خپل فعالیتونه محدود کړي.

خو د شریکانو وروستۍ مرستې به یې هغو کورنیو، امیندوارو او شیدې ورکونکو میندو، او ماشومانو ته ورکړل شي چې د تغذیې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، څو ځان ته ته خواړه واخلي او د خوارځواکۍ د درملنې لپاره یې وکاروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا