اسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

پکتیا کې دوو جلا ترافیکي پېښه/۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

دید خبرې آژانس: پکتیا ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او ٨ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د ګردېز – خوسـت لویې لارې اړوندې غلګۍ سیمه کې د اقوا او سوپر ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله یو تن مړ او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې چې تېره شپه د درې پوستې په سیمه کې د ټېلر او امبولانس ترمنځ د ترافیکي پېښې په پایله کې ٤ تنه ټپیان شوي چې د دغه قوماندانۍ پولیسو او روغتیايي ټیم په هڅو پر وخت روغتون ته لیږدول شوي دي.

ټپیان پر وخت حوزوي روغتون ته لیږدول شوي او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button