دید خبرې آژانس: د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق، عربي متحده اماراتو ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح اللّٰه مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علاقې وړ مسايل، سیمه ییز ثبات، د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا او ځینې نور مهم موضوعات تر بحث لاندې نيول شوي دي.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم د یوه پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته سفر درلود، چې په ترڅ کې یې
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او اقتصادي همکارۍ تر بحث لاندې نیول شوې وې.