اسلایدشوافغانستانسیاست

پاکستان: ایستل شويو افغانان قانوني اسناد نه درلودل

دید خبرې آژانس: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغان کډوال چې له دغه هیواده ایستل شوي دي د کډوالۍ اسناد نه لري.

له پاکستانه د کډوالو د جبري اېستلو په تړاو له نیوکو وروسته، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت  نړیواله ټولنه تورنه کړه چې په افغانستان کې یې پر خپلو مسوولیتونو عمل نه دی کړی.

د دغه وزارت په وینا، هغه کسان چې اېستل شوي انسناد یې نه لرل او په ناقانونه توګه یې په پاکستان کې ژوند کاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د هغو زرګونو افغانانو د دوسیو د ارزوولو پرمختګ چې په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا میشتیدنې ژمنه ورسره شوې ده، په دردناکه توګه ورو دی.

د کډوالو د حقونو ځینې فعالان وايي، د کډوالو د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې ډیپلوماتیکې خبرې وشي.

 آصفه ستانکزۍ چې د کډوالو د حقونو فعاله ده وايي: «افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې د حل لپاره یې د افغانستان، کوربه هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو خبرو اترو اړتیا ده.» 

محمد خان محمدزی، یو بل د کډوالو د حقونو فعال، هم څرګنده کړه: «سیاسي خبرې باید داسې وي چې کوربه هېوادونه د افغان کډوالو حقونو ته پاملرنه وکړي او د هغوی د کار موندنې او د استوګنې د تمدید اسانتیاوې برابرې کړي.»

تر دې وړاندې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو چې د روانې زېږدیزې میاشتې په ۱۳ ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۸۰۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا