اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د اسراييل او حماس د بندیانو خوشې کیدل پیل شو

دید خبرې آژانس: غزه کې د اوربند د پیل له لومړۍ ورځې سره هم مهاله، حماس غورځنګ او اسراييل د یوه بل بندیان خوشې کړل.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغه لړۍ کې تر دې دمه حماس غورځنګ درې اسراييل او  اسراييل ۹۰ فلسطینیان خوشې کړې دي.

راپور زیاته کړې چې دغه اوربند د دې لامل شوی چې د سختو هوايي بریدونو له امله بې ځایه شوي فلسطېنیان بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

اخوا د دغه اوربند له اعلان وروسته غزې ته د بشري مرستو لارۍ هم رسېدلي دي.

د حماس غورځنګ د معلوماتو لمخې، له اسراییلي بندخونو خوشې شويو کې ۶۹ ښځې او ۲۱ تنکي ځوانان دي چې د لوېدیځې تړانګې او بیت‌المقدس اوسېدونکي دي.

اخوا د اسراييل پلازمېنه، تل ابیب کې، سلګونه کسان د اسراييل د دفاع وزارت د مرکزي دفتر مخ ته راټول شوي او خوښي کوي چې بندیان یې خوشې کیږي.

د غزې طبي چارواکو په وینا، د اسراییل د بریدونو له امله تر اوسه له ۴۷ زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس نږدې ټول بې‌کوره شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا