اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

متقي د مرستو د دوام غوښتنه وکړه

دید خبرې آژانس: د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې، د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو ترمنځ په څلورمه غونډه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په دغې غونډه کې پر اقتصادي ثبات، روغتیا او تغذیې، ښوونې او روزنې، د خوړو خوندیتوب، کرنې، له نشه‌یي توکو سره پر مبارزې، اقلیمي بدلون، کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلی متقي بهرنيو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې، د ټولو بنسټونو امنيت ته ژمن دي او د لا زياتو همکاريو، روڼتیا، د فساد د مخنيوي او د تګ راتګ په برخو کې د اسانتياوو برابرولو ته به دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي:«تر کومه بریده چې، د افغانستان په اسلامي امارت پورې اړه لري، د افغانستان د شته حکومت ټولنې ادارې، په امنیتي برخه کې د ټولو موسسو امنیت ته ژمنتیا لري. همدارنګه د همکارۍ په برخه کې، د روڼتیا په برخه کې، د فساد د مخنیوي په برخه کې، همدارنګه د تګ راتګ او د سفر د اسانتیاوو په برخه کې، موږ ټول له تاسو سره همکار یو.»

ښاغلي متقي د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړه چې، اسلامي امارت د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه ۳۳ زره هکتاره ځمکه د صنعتي پارکونو لپاره ځانګړې کړې او له ۴۰۰ د زیاتو چک بندونو چارې له کورنۍ بودیجې تمویلېږي.

امیر خان متقي په دې هکله وايي:«د صنعتي پارکونو لپاره ۳۳ زره هکتاره ځمکه ځانګړې شوې، ډېر کوچني کاروبارونه له مالیې معاف شوي او په ټول کې د مالیې اندازه د پخوا پرتله د پام وړ ټیټه شوې ده.»

تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر په اړه په یوه غونډه کې وویل، متحده عربي امارات غواړي سږ کال په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د څلور سوه میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې کڅوړه ځانګړې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا