اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست
متقی متحده عربی امارات ته تللی
دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته رسېدلی، څو د هغه هېواد له چارواکو سره د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ په پام کې ده، چې د دې سفر پرمهال به افغان پلاوی له اماراتي چارواکو سره پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو پراختيا او د دواړو لورو د لېوالتيا وړ پر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
د یادونې وړده، چې اسلامي امارت دمګړۍ له متحده عربي اماراتو سره ښې اړیکې لري او تر دې وړاندې د اسلامي امارت یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم یاد هېواد ته سفرونه درلودل.