په خوست کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ساعته نښته
دید خبرې آژانس: د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان له برید وروسته، تېره شپه پاکستانی ځواکونو ډېورنډ کرښې ته څېرمه د خوست د علي شېر ولسوالۍ پر دبګي سیمه توغندیزبریدونه وکړل.
دغه نښته د جمعی روځ سهار ۱:۳۰ بجې پیل شوه چې د سهار تر پنځو بجو یې دوام درلود. اسلامي امارت وايي چې افغان پوله ساتو ځواکونه هم دغو بریدونو ته ځواب ورکړی خو، مرګ ژوبله یې نه ده لرلې.
د افغانستان او پاکستان تر منځ لفظي او پوځې ترېنګلتیاوې څه نوې خبره نه ده، بلکې پخوا هم دغه ترینګلتاوې وې.
ټي ټي پي یا د پاکستان د طا-لبانو تحریک هغه مسأله ده چې د دواړو لورو ترمنځ یې پر اړیکو سیوری غوړولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د روان کال د مرغومي پر پنځمه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر ځینو برخو هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د دې سیمې څه باندې پنځوس اوسېدونکي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل شول.