اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

یونیسف: ۲۰۲۴ په جګړه ځپلو سیمو کې د ماشومانو لپاره ناوړه کال و

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې ۲۰۲۴ په جګړو کې د ښکېلو ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه کال یاد کړی او ویلي یې دي چې، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر ماشومانو د جګړې اغېزې لوړې کچې ته رسېدلې دي.

د راپور لمخې، په ټوله نړۍ کې څه باندې ۴۷۳ میلیونه ماشومان په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي چې له هرو شپږو ماشومانو یو یې په مستقیم ډول له جګړې او تاوتریخوالي اغېزمن دی.

د یونیسف اجرایوي رییسه کاترین رسل وایي: « د زیانمنو ماشومانو د شمېر او د دوی پر ژوند د جګړو د اغېزو په ګډون ۲۰۲۴ د یونیسف په تاریخ کې له هر اړخه په جګړو کې د ښکېلو ماشومانو لپاره یو له ناوړه کلونو و، هغه ماشومان چې په جګړه ځپلو سیمو کې لویېږي، تر ډېره احتمال لري چې، له زده کړو پاتې شي، پر خوارځواکۍ اخته شي او څو ځله بې ځایه شي. دا وضعیت باید پر یوه عادي واقعیت تبدیل نه شي.»

یونیسف د فلسطین، میانمار، هایټي او سوډان په څېر سیمو کې د جګړو زیاتوالي ته په اشارې ټینګار کړی چې، د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې یې تر ټولو ډېرې جګړې تجربه کړې دي.

د یونیسف په خبره، که څه هم د نړۍ یوازې ۳۰ سلنې نفوس ماشومان دي خو د کډوالو ۴۰ سلنې او د کورني بې ځایه شویو ۴۹ سلنې ماشومان دي.

دغه سازمان اټکل کړی چې، په جګړه ځپلو هېوادونو کې له ۵۲ میلیونه ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي. غزه، سوډان، اوکراین، د کانګو په ډیموکراټ جمهوریت او سوریه کې د ښوونځیو ویجاړېدو او لمنځه تللو له ا مله میلیونونه ماشومان له زده کړو محروم شوي دي.

یونیسف پر ټولو ښکېلو خواو غږ کړی چې، د ماشومانو د کړاوونو پایته رسولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي، د دوی حقوق مراعت کړي او نړۍوالو بشري قوانینو ته ژمن پاتې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا