خليلزاد: پاکستان له ماتېدو سره به مخامخ شي
دید خبرې آژانس: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا هېواد په ماتېدو دی او ژر تر ژره پر خپلو تګلارو بیا کتنې ته اړتیا لري.
هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د هغه راپور په غبرګون کې چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه خپور شوی او په کې لسګونه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان وژل شوي له اسلامي اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.
خليلزاد د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د دغو وژنو مستقیم مسؤول ګڼلی او ویلي یې دي چې نوموړي تېره میاشت هم په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند په سوله ییزو لاریون کوونکو د زور زیاتي امر کړی و.
د هغه په وینا؛ دا ډول کړنې د پاکستان او د سیمې لپاره ویجاړونکي دي. خلیلزاد ټینګار کړی چې پاکستان باید په خپلو کورنیو او سیمه ییزو سیاستونو بیاکتنه وکړي، عمران خان، د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر دې خوشې کړي او له افغانستان سره دې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې د دواړو هېوادونو خاوره د یو بل د امنیت لپاره ګواښ ونه ګرځي.
دغه امریکایي ډیپلومات په دې باور دی که پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره خپل سیاستونه سم نه کړي ؛نو له له بدو پایلو او جدي ننګوونو سره به مخ شي.
زلمي خلیلزاد تر دې پخوا هم د پاکستان په کورنیو او بهرنیو سیاستونو توندې نیوکې کړي دي ؛خو د پاکستان حکومت یې دغو تازه څرګندونو ته لا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.