غبرګونونه: اتمر پر پکتیکا ولایت د پاکستان بریدونه وحشیانه وبلل
دید خبرې آژانس: پرون ماښام (د مرغومي ۴ مه) د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو بریدونه چې سرچینو په وینا په ترڅ کې یې پنځه تنه وژل شوي، د افغانستان د پخواني حکومت د سیاسي شخصیتونو او چارواکو له جدي او توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د هېواد د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر دغه بریدونه «وحشیانه» وبلل او ویې ویل، چې که دا پېښه په هره پلمه ترسره شوې وي، په کلکه یې غندي.
ښاغلي اتمر پر اېکس لیکلي: «دا ډېره د افسوس خبره ده چې د طا-لبانو رژیم د دې وحشیانه بریدونو د مخنیوي لپاره هیڅ وسیله نه لري. نه هوايي ځواک او نه هم هوايي دفاعي ځواکونه.»
خو د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي دي چې طا-لبان نه یوازې د یوې تروریستي ډلې په توګه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې توان نه لري؛ بلکې د دوی شتون د افغانستان د ملي امنیت د کمزوري کولو ګواښ دی.
په همدې حال کې د افغانستان په تېر حکومت کې د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي دغه بریدونه ړندې بمبارۍ او د نړیوالو قوانینو خلاف بللي او ویلي یې دي چې دا بریدونه به د امنیت د ټینګښت او د کړکېچ د ژورېدو لامل شي.
ښاغلي ستانکزي پر اېکس پاکستاني چارواکو ته په اشارې لیکلي دي: «د ترهګرۍ رېښه په خپلو ناکامو سیاستونو کې ولټوئ. تر څو چې دا طریقه په اساسي ډول بدله نه شي، ستونزې به زیاتې شي.»
بل خوا په تېر حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د دغه برید په غبرګون کې ويلي، چې پاکستان تل دوه مخې پالیسي کارولې او په دې کار سره یې افغانان او نړۍ «تېراېستې» دي.
هغه پر اېکس لیکلي: «له یوې خوا په کابل کې د پاکستان ځانګړی استازی د طا-لبانو د ادارې له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره ناسته پاسته کوي او له بلې خوا [د دغه هېواد ځواکونه] پر برمل ولسوالۍ هوايي بریدونه کوي.»
د پاکستاني پوځیانو بریدونه
تر دې وړاندې د هېواد په ختيځ کې د پکتيکا ولايت ځايي سرچينې ويلي وو، چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه پنځه ځايي اوسېدونکي وژل شوي او د زياتې مرګ ژوبلې احتمال شته.
دغه سرچینې وايي چې په دغو بریدونو کې د سیمې د اوسېدونکو څو کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د طا-لبانو تر ادارې لاندې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ماښام د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې «یو شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې وزیرستاني کډوال دي» په نښه کړي دي.
دغه وزارت وايي، په دې بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.
طا-لبانو دغه «وحشیانه عمل» له ټولو نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه او د افغانستان پر خاوره تېری بللی او په کلکه یې غندلی دی.
طا-لبانو په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به دغه عمل بې ځوابه پرې نه ږدي او «د افغانستان له خاورې او حريم دفاع خپل مشروع حق ګڼي».