یوناما نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره پر نړۍوال پيوستون ټینګار وکړ
دید خبرې آژانس: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ټولو نړۍوالو بنسټونو پر همغږۍ ټینګار کړی دی.
روزا اوتونبایوا کابل کې د روږدو د درملنې له یوه مرکزه د لیدنې پر مهال د روږدو لپاره د مسلکي زده کړو د مرکزونو جوړول مهم یاد کړي دي.
د اوتونبایوا ترڅنګ د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر استازو هم له دغه مرکزه لیدنه کړې ده.
د یوناما مشرې ویلي: « دا مرکز د هیلې د ځواک او نړۍوال پیوستون شاهد دی. له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د څانګې، اروپايي ټولنې او نورو شریکانو ترمنځ همکاري دغو ښځو او ماشومانو ته د خپل راتلونکي د ښه کولو او بیارغونې زمینه برابروي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د څو لسیزو جګړو او بې ثباتۍ ډېر افغانان زیانمن کړي او یوه له درېیمې برخه افغان کورنۍ د نشه یي توکو تر اغېز لاندې راغلي دي. د دغه سازمان او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر استازو دغه برخه کې د نړۍوالو سازمانونو پراخه کړنلاره مهمه بللې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان استازی، اډوین سینیزا و ویل: « دا په کابل کې د ښځو د نشه یي توکو د پرېښودو۱۵۰ بستریز مرکز دی، چې موږ پکې پر نشه یي توکو روږدو ښځو ته طبي چارې مدیریت کوو. په ورته وخت کې دوی ته حرفوي مهارتونه برابروو څو ورسره مرسته وکړو چې، له ټولنې سره یوځای شي. دا یوه ډېره مهمه بېلګه ده چې موږ کولای شو له خپلو اجرایوي شریکانو سره په ګډه یو بل ته لاس ورکړو څو یوه پراخه کړنلاره وړاندې کړو.»
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر استازي، پولیک اوک سیري و ویل: « د نشه يي توکو د درملنې دغه مرکز پر ښځو او ماشومانو متمرکز دی او موږ یوازې د دې ځای په لیدنه کې د سرمنشي له مرستیالې او ځانګړې استازې سره ملګري وو څو وښيو چې څه کولای شو. او البته هڅه کوو چې، په ټول افغانستان کې پر نشو د روږدو د درملنې د مرکزونو لا ډېر ملاتړ وکړو.»
یوناما د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې لومړنۍ غونډه د روان کال د لیندۍ پر اتمه جوړه کړه. یوناما په یوه خبر پاڼه کې ویلي و چې، دغه کاري ډله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ۲۰۲۳ کال په خپلواکه ارزونه کې د شویو سپارښتنو پر بنسټ جوړه شوې ده.