پاکستان په پکتیکا کې هوایي بریدونه کړي
دید خبرې آژانس: سرچینو ویلي چې د پاکستان الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغه، لمن او پیتاوګي سیمو بمباري کړې ده. په بمباري کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ور کړل شوي. دا بمبار کابل ته په افغان چارو کې د پاکستاني استازي له تګ سره هم مهاله دی.
سرچینې ویلي، لومړۍ جنګي الوتکې پر میرعلي او تپي سیمه الوتنې پیل کړې، وروسته یې افغانستان ته مخه کړه او هلته یې بمونه وغورځول.
په پکتیکا کې یوې سرچینې ویلي چې دغه هوايي بریدونه د برمل ولسوالۍ په لمن، مرغه او ولې واست سیمو کې شوي دي. سرچینه وايي، چې لومړی دوه بې پیلوټه الوتکې راغلې او وروسته جیټ الوتکو پر مختلفو سیمو بمونه وغورځول. سرچینه وايي، چې دوه بمونه په سرخوړي سیمه کې اچول شوي دي.
غږیز کلیپونه رسېدلي، په سیمه کې وسله وال کسان د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ته معلومات ور کوي، چې په لمن کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چې پاکستاني الوتکو د مخلص یار مسید او اخترمحمد خلیل پر مرکزونو بمباري کړې ده.
مخلص یار د حکیم الله مسید د ډلې غړی و، خو په دې وروستیو کې د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یوځای شوی دی.
اخترمحمد خلیل په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې بریدونه چټک کړي.
دغه بمباري داسې مهال کیږي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان د کابل په سفر بوخت دی او د طا-لبانو د حکومت له یو شمېر چارواکو سره یې لیدنې کتنې کړې دي.
له بمبارۍ څو ورځې وړاندې د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې د پاکستان د طا-لبانو غورځنګ په یوه غچ اخستونکي برید کې ۱۶ پاکستاني پوځیان ووژل او د پاکستان لوی درستیز د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې یوې ناستې ته وویل چې دوی به ټي ټي پي او د هغوی ملاتړي له منځه یوسي.
د خلیلزاد غبرگون
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پاکستان د هوايي بریدونو رپوټونو ته په اشاره لیکلي، چې که دا بریدونه ریښتیا وي، طا-لبان به ځواب ور کوي، خو د جګړې په ځای دواړه هېوادونه داسې هوکړې ته اړتیا لري چې یو هم د بل د امنیت ګواښلو لپاره ترهګرۍ ته اجازه ور نه کړي او په همدغه هوکړه ودرېږي.
نوموړی خپل اېکس کې د پوښتنې په ډول وايي، «د پاکستان استازی په کابل کې دی، جنرال منیر د دې خبرو پیلولو اجازه ور کوي؟»
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن د طا-لبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او خپل اېکس کې یې لیکلي، چې په سیمه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو او امن پر لا پیاوړتیا موافقه کړې ده.
محمد صادق کابل ته له رسېدو وروسته د طا-لبانو د کورنیو چارو له وزیر سره هم وکتل.
هغه وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د ګډو هڅو ته هوډمن دی
محمد صادق په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان د دوهم ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
دا له ټاکل کېدو وروسته کابل ته د ده لومړی سفر دی.