اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مجاهد: ملګري ملتونه دې په طا-لب چارواکو بندیزونه لغوه کړي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند د دې ډلې پر چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو غځول «ظالمانه» یاد کړي او ویلي یې دي، چې یاد بندیزونه «ناکام او بې اغېزې» دي.

ذبیح الله مجاهد له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په طا-لب چارواکو لګېدلي بندیزونه دې لغوه کړي، تر څو له نړۍ سره د دغې ډلې د تعامل لپاره لاره هواره شي.

د اکټوبر په ۲۳مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت په افغانستان کې د طا-لبانو پر ضد د بندیزونو د څارنې ډلې ماموریت د نورو ۱۴ میاشتو لپاره وغځاوه.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازي مرستيال رابرټ ووډ په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره پر طا-لبانو د بنديزونو دوام مهمه وګڼله.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا په وضع شویو بندیزونو کې د طا-لبانو پر وړاندې د شتمنیو کنګل کول، د سفر بندیز او د هدفي وسلو بندیزونه شامل دي.

په بندیزونو کې د طا-لبانو رییس الوزا ملا محمد حسن اخوند، د رییس الوزرا درې مرستیالان، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تر څنګ ۶۱ طالب چارواکي شامل دي.

تر دې وړاندې ذبیح الله مجاهد هم د طالبانو د استازو له شتون پرته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه بې ګټې بللې وه.

یاده دې وي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ (د اګسټ۲۲مه) په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه غونډه وکړه، چې د ګڼو هېوادونو استازو په کې پر افغان مېرمنو ظلمونه وغندل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا