د نجونو د طبي زده کړو بندیز ته د سازمانونو او هېوادونو غبرګونونه
دید خبرې آژانس: د نجونو پر مخ د طبي انسټیټوټونو تړلو بیلابیل نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
که څه هم اسلامي امارت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د یو طبي انسټیټوټ یو شمېر نجونو زده کړیالانو ویلې، چې دا مسله په شفاهي ډول ورته ویل شوې او دمګړۍ لس ورځې وخت ورکړل شوی، چې خپلې ازموینې پای ته ورسوي.
د قابله ګۍ زده کړیاله، شبانه په دې اړه وايي: “مهرباني وکړئ ټول تمرکز یوازې د نجونو پر زده کړو مه کوئ، ډېر نورې برخې هم شته چې باید پرې فکر وشي. خو که د نجونو زده کړې وځنډول شي یا داسې کومه پرېکړه وشي، دا به یوه لویه فاجعه رامنځته کړي. زما غوښتنه دا ده چې له دې پرېکړې څخه لاس واخلي.”
دا مسله د اسلامي هېوادونو د سازمان له غبرګون سره هم مخ شوې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي: ( د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي پوره هیله لري چې په کابل کې له اوسنیو چارواکو سره د خپلو ژمنو او رغنده تعاملاتو له لارې د اسلامي همکاریو سازمان او په اسلام کې زده کړو ته د ځوانو افغان نجونو او ښځو د لاسرسي د حق په اړه د هر ډول بندیز د لرې کولو لپاره مثبت اقدامات وکړي.)
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر د دې مسلې په غبرګون کې ویلي که دا بندیزونه دوام وکړي، د افغانستان پر روغتیايي سیستم به منفي اغېز وکړي.
یوناما دغه راز له اسلامي امارته غوښتي چې پر دې موضوع له سره غور وکړي.
یوناما هم پخپله خبرپاڼه کې په ډاګه کړې: (په ټول هیواد کې د ښځو او ټولو خلکو په ژوند باندې د دې پریکړې منفي اغیزو ته په پام سره، یوناما له واکمنو چارواکو غواړی چې د دې حکم په پلي کولو له سره غور وکړي.)
د ملګروملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک په دې اړه وايي: (دا به د افغانستان په روغتیایی سیسټم او د هیواد په پراختیا باندې ویجاړونکی اغیز ولري. موږ له اوسنیو چارواکو غواړو چې د دې پریکړې په پلي کولو چې په ټول هېواد کې د افغان نجونو او ښځو او د ټولو خلکو په ژوند منفي اغیز لري له سره غور وکړي.)
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف او د سویډن کمیټې هم په جلا جلا اعلامیو کې د ډاکټرانو، قابلو او ښځینه نرسانو کمښت د ښځو او ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ بللی دی.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه هم یوه اعلامیه کې وايي: ( اسلامي امارت باید ژر تر ژره پر دغه بندیز له سره غور وکړي او د ښځینه مسلکي زده کړو په کیفیت پانګونه وکړي. نړیواله ټولنه هم باید داسې لارې چارې ولټوي چې د افغان میرمنو ملاتړ وکړي او د روغتیا په برخه کې د دوی مهم رول ولوبوي.)
یونیسف هم داسې وايي: (افغانستان اوس مهال د روزل شویو روغتیايي کارکوونکو، په ځانګړې توګه د ښځو له جدي کمښت سره مخامخ دی. ښځینه روغتیا پالانې د دې په یقیني کولو کې مهم رول لوبوي چې ښځې د میندو لپاره مناسبې پاملرنې ترلاسه کړي، ماشومان واکسین شي او ټولنې اړینو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري.)
فرانسې او جرمني هم پر دې پرېکړې اندېښنه ښودلې ده.
د جرمني، د بهرنیو چارو وزیره، انالنا باربوک وايي: ( په افغانستان کې د ښځو ژوند لا دمخه د زندان په څیر دی. د طا-لبانو لخوا د ښځو د روغتیایی زده کړو ځنډول نه یوازی له لومړنیو روغتیایی خدمتونو او زده کړو څخه انکار کوي، بلکې د بی شمیره خلکو ژوند هم غندي. طا-لبان د قابله ګۍ د زده کړو په بندولو سره په حقیقت کې د افغانستان راتلونکی له منځه وړي.)
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ډاکټرانو او قابلو په اړه وروستي راپورونه ښيي چې دغه هېواد لا زیاتو ښځینه قابلو او ډاکټرانو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هم په اګسټ میاشت کې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی وو چې افغانستان ۱۸ زره تکړه قابله ګانو ته سخته اړتیا لري او د دې بیړنۍ اړتیا په پوره کولو کې پاتې راتلل د ډېرو ژوند له خطر سره مخامخ کولی شي.
په هیواد کې د قابلو کمښت او د طبي انسټیټوټونو تړل به ټولنې ته څه پایلې ولري؟
ډاکټره، شینکۍ وردګ په دې اړه وايي: “د مېندو د مړینې کموالی او د هغوی ارامتیا د روغتیايي پرسونل له شتوالي سره اړه لري. نو که موږ روغتیايي پرسونل ونه لرو یا په کې کموالی وي، چې اوس هم له دې کمښت سره مخ یو، حتی په داسې حالت کې چې موږ ډېر فارغان لرو، بیا هم له کمښت سره مخ یو. که دا بهیر ودریږي او موږ نور فارغان ونه لرو، نور قابلې، نرسانې او ډاکتران ونه لرو، هغه فاجعه چې کېدای شي درې کاله، پنځه کاله یا لس کاله وروسته ورسره مخ شو، ممکن د نړۍ په تاریخ کې ثبت شي.”
اسلامي امارت تر اوسه په هیواد کې د نجونو د طبي زده کړو د بندیز په اړه په رسمي ډول نه هم څه تایید کړي او نه یې رد کړي.یونسکو: ښځينه خبریالانې له انلاین تاوتریخوالي سره مخ دي
دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو ښوونیز علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) وایي، پر ښځينه خبریالانو په نامناسب ډول انلاین تاوتریخوالی کیږي.
دغه موضوع د ملګرو ملتونو له لوري د جنسیت له اړخه تاوتریخوالي سره د مبارزې په ۱۶ ورځني ورکشاپ کې مطرح شوې ده.
یونسکو ویلي، د هر خبریال پر وړاندې ګواښ د بیان د ازادۍ پر وړاندې ګواښ دی.
دغه سازمان پر ښځینه ژورنالستانو جنسیتي تاوتریخوالی بد نامول، جنسیتي نفرت اچوونکې خبرې، انلاین ځورول، فزیکي بریدونه، جنسي تېری او وژنې یادې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم دغه ورکشاپ کې ویلي، نړۍ کې له هرو درېیو ښځو یوه یې له جنیستي تبعیض سره مخ کیږي.
دغه سازمان ویلي، پر ښځو تاوتریخوالی له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ کې پېښیږي.