اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ملګري ملتونه: د نجونو پر مخ د انسټيټيوټونو تړل ویجاړونکي اغېز لري

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وايي، دغه سازمان د طا-لبانو د هغه نوي فرمان په اړه اندېښمن دی چې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګوي.

نوموړي(چهارشنبه، د ليندۍ ۱۴مه) په یوه نوي خبري کنفرانس کې وویل: «دغه فرمان به د ښځو او نجونو پر حقونو او زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی پر لاسرسي لا زیات محدودیتونه ولګوي.»

ښاغلي دوجاریک په دې غونډه کې زیاته کړه چې د طا-لبانو دغه بندیز به د افغانستان پر روغتیايي سیستم او د دغه هېواد پر پرمختګ «ویجاړونکي اغېز» ولري.

د ملګرو ملتونو ویاند له طا-لبانو غوښتي چې د دغه فرمان پر پلي کېدو د ښځو او نجونو پر ژوند او د افغانستان پر ټولو خلکو د هغې د منفي اغېزو په اړه له سره غور وکړي.

د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې وروستى فرصت له منځه تلل

سرچینو وړاندې تایید کړې وه چې د طا-لبانو مشر د یوه نوي فرمان له مخې ټول روغتيايي او نيمه عالي انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ وتړل.

د سرچینو په وینا، د طا-لبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره افغان نجونو په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.

له څه باندې درې کلونو راهیسې، طا-لبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. په همدې حال کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.

پراخ او ګړندی داخلي او بهرني غبرګونونه

په هېواد کې د روغتيايي علومو په ښوونيزو بنسټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د طا-لبانو د وروستي بنديز په غبرګون کې اروپايي ټولنې سخته اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې دغه بنديز له اساسي بشري حقونو څخه سخته سرغړونه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د طالبانو دغه بندیز ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا داسې يو «بې ساري ظلم» دی چې نن ورځ د نړۍ په هيڅ ځاى کې نشته.

ښاغلي ترک له طا-لبانو غوښتي چې سمدستي دې خپلې ټولې «تعصبي» تګلارې لغوه کړي.

له بلې خوا د بشري حقونو د څار سازمان د طا-لبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې دا بندیز به د ښځو د «درد، بدمرغۍ، ناروغۍ او له وخته مخکې مړینې» لامل شي.

دغه سازمان وايي، طا-لبانو په طبي زده کړو په بنسټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز سربېره، په ځینو ولایتونو کې د نارینه متخصص ډاکټرانو پر درملنه هم بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي چې طا-لبان په افغانستان کې د «جدي جرمونو معافیت» ته د رسېدو لپاره د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه د “ښځو او نجونو په وړاندې د سرغړونو” له امبه بايد ځواب ويونکي وي.

د طا-لبانو دغه نوی فرمان همداراز د افغانستان د یو شمېر فعالانو، سیاسی خوځښتونو او سیاسی شخصیتونو له توند غبرګون سره مخ شوی او د طا-لبانو دغه فرمان یې یو « وحشتناک او ناروين زيږونکى» جنایت بللی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا