اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

‏اتمر د بغلان د پېښې په اړه د نړۍوالې ټولنې د بې پرې څېړنې غوښتنه کړې

دید خبرې آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د بغلان ولایت په یوه زیارت کې د بې ګناه خلکو وژل هېښوونکې پېښه ده.

نوموړي د دغې پېښې په غندنې سره پر اېکس پاڼه لیکلي: «د رسېدلیو راپورونو له مخې، د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې د ناپېژاندو وسله‌والو په وحشیانه برید کې چې له امله یې یوشمېر بې ګناه هېوادوال وژل شوي؛ هېښوونکې او د غندنې وړ پېښه ده.»

هغه په خپلې لیکنه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دغې پېښې د نړۍوالې بې پرې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

‏هغه زیاته کړې، دغې پېښې یوځلې بیا د جنایتکاره دوښمن ‏نیت او د امنیت په ټینګښت کې د اوسنيو تپل شويو واکمنانو بې وسي په ډاګه کړه.

له بل پلوه په بغلان کې د طا-لبانو د پولیسو قوماندانۍ منلې، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه اغا» پر زیارت د وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه برید په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

تر دې وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی و، چې ناپېژاندو وسله‌والو وړمه شپه ۱۱ کسان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې په ډزو وژلي دي.

د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا