برادر: د بېوزلۍ کمول او د کار رامنځته کول د طا-لبانو لومړیتوب دی
دید خبرې آژانس: د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې، د کوچنیو تمویلونو په غونډه کې ویلي چې، د بېوزلۍ کمول او هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرول د اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دي.
دغه غونډه د «کوچني تمویلونه؛ فرصتونه او ننګونې» په نوم د افغانستان د مرکزي بانک له لوري، د اسلامي امارت د ځینو جګپوړو چارواکو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، نړۍوال بانک استازو، سفیرانو، ځينو پانګوالو او سوداګرو په حضور کې جوړه شوه.
ملا عبدالغني برادر په دغې غونډه کې وویل:«اوس له بل هر وخت، دې ته زمینه برابره ده چې، د کوچنیو تمویلونو سکټور له لارې له عامو خلکو سره مرستې وشي او هغوی ته د کار زمینه برابره شي؛ ځکه چې، په ټول هېواد کې الحمدالله امنیت تامین دی. روڼتیا موجوده ده، خلک پر وخت خپل مالي مکلفیت ادا کوي. د چا حق نه تلف کېږي.»
د افغانستان بانک سرپرست نور احمد اغا هم څرګندوي:«د افغانستان بانک په دې باور دی چې، واړه تمویلونو ته د مالي شمولیت د ودې لپاره یوه اغېزناکه وسیله ده. له دې لارې د ټولنیز او اقتصادي ثبات په برخه کې پراخ بدلونونه، رامنځته کېدای شي.»
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې، په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان اقتصاد کاذب و او اسلامي امارت په خپلې اقتصاد محورې تګلارې سره په بنسټیزو پروژو کې د پانګونې زمینه برابره کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«متاسفانه چې، په تېرو شلو کلونو کې کوم اقتصاد چې، په افغانستان کې حاکم و، هغه یو پړسېدلی اقتصاد و، هغه یو کاذب اقتصاد و، هغه په داسې پالیسو ولاړ اقتصاد وو چې، د افغانستان غیور ولس خیرات خور اموخته شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم وايي:«په خصوصي سکټور کې د ټولو دخیلو لورو معنا لرونکې او عملي همکاري کولای شي، اقتصادي ثبات او کاري زمینه رامځته کړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا وايي چې، ښځې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره محدود فرصتونه لري. مېرمن اوتونبایوا د سرپرست حکومت له مسوولانو غوښتي چې، په هېواد کې له ښځو ملاتړ وکړي.
روزا اتونبایوا وايي:«ښځې د کوچنیو تمویلونو د مالي ګټه اخیستونکو له ۴۰ سلنې ډېره برخه جوړوي. ښځې د اقتصادي ودې لپاره محدود فرصتونه لري او له همدې امله باید هغوی ته د کوچنیو پورونو برابرولو ته دوام ورکړو څو وکړای شي ښه ژوند ولري زه له مسوولانو غواړم چې، په دې برخه کې ښځو ته لومړیتوب ورکړي.»
په دې غونډه کې هغو موسسو ته چې، شرکتونه تمویلوي دوه جوازونه او اته نور جوازونه بیا هغو شرکتونو ته چې، خلکو ته پورونه ورکوي، وېشل شوي دي.