اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبانو په خوست کې دوه راډیوګانې بندې کړې

دید خبرې آژانس: په خوست کې سرچینې وايي، طا-لبانو په دغه ولایت کې د ژمن او لونګ په نوم دوه خصوصي رادیووې بندې کړې.

ژمن په زیګنال کې د موسیقۍ د نشر او لونګ هم تعلیمي پروګرامونو کې د نجونو د اړیکې له امله تړل شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم یوه اعلامیه کې وايي، د طا-لبانو امربالمعروف کارکوونکو نن په خوست کې د ژمن په نامه د یوې خصوصي راډيو دفتر تړلی.

دغه مرکز د طا-لبانو له لوري د راډیو د بندېدو لامل د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ شتون یاد کړی دی.

دغه مرکز په خپله اعلامیه کې له طا-لب چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژر دي ژمن راډيو ته د بیا فعالیت اجازه ورکول شي.

په دې اعلامیه کې د لونګ راډیو د نشرانو بندېدو ته اشاره نه ده شوې.

لونګ له نږدې اتو میاشتو راهیسې په خوست کې د زدکړو په تېره د نجونو د راډیويي زدکړو د چارو لپاره یوه معیوب ځوان فعاله کړې ده.

زدکوونکې د خپلو تعلیمي چارو د ښه والي لپاره له دې راډیو سره تماس نیسي، خو طا-لبانو دا ډول تماسونه هم بند کړي دي.

تر دې وړاندي طالبانو د لړم په ۱۰ مه په خوست کې د غرغښت په نوم راډيو هم د خپرونو په زګنالونو کې د موسيقۍ له کبله تړلې وه، چې وروسته یې بيرته د فعالیت اجازه ورکړه.

په خوست کې طا-لب استخباراتو، امربالعمروف او اطلاعاتو فرهنګ ادارو د رسنيو مسولينو او خبريالانو ته خبردارۍ ورکړی، چې د موسيقي خپرول په مکمل ډول بند دي او د سرغړونکو سره به قانوني چلند کوي.

طا-لبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره سم د عامو خلکو ترڅنګ په رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دي.

دا مهال په خوست کې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزيونونه فعاليت کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا