اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

متقي: افغانستان کې سترو پروژو ته پاملرنه شوې

دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په هېواد کې د نشه يي توکو د جرړو اېستلو، د بنسټیزو پروژو پلې کولو او له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته ډېر پام شوی دی.

امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ په فراغتغونډه کې ویلي، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د ودې او پراختیا لپاره په کور دننه او ځینو نورو هېوادونو کې ګډ نندارتونونه هم جوړ شوي دي.

متقي زیاته کړې چې د ټاپي، ټاپ، او نوري فایبر پروژو چارې پیل شوي او په نږدې راتلونکي کې به د افغان – ټرانس او کاسا زر پروژو چارې هم پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي و ویل:« د ټاپي، ټاپ او نوري فایبر په څېر سترې پروژې پيل شوې دي. د افغان – ټرانس او کاسا زر پروژو چارې به هم نږدې راتلونکي کې پیل شي.»

ښاغلی متقي د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې وایي، دمګړۍ د برښنا بندونو او برښنا د تولید زیاتوالي ته هم پاملرنه کیږي.

هغه و ویل:« د برښنا بندونو او د برښنا تولید زیاتوالي ته کافي پاملرنه شوې، تر ځمکې لاندې د اوبو ساتلو، چکډیمونه او د افغانستان د ۴۰۰ ولسوالیو په کچه یو وی چک ډیم منظور شوی دی او پر ډېرو یې عملي کار روان دی او جوړ شوي دي.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر هم په یو پروګرام کې ویلي، هېوادوالو ته د کاري زمینو رامنځته کېدو په موخه صنعت او د پراختیايي پروژو عملي کېدو ته پاملرنه شوې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوی عبدالکبیر و ویل: « د افغانستا اسلامي امارت به انشالله هڅه وکړي چې په اقتصادي ډګر کې، د کار په موندنه کې ډېرې هڅې کوي، چې افغانانو ته په کور دننه د کار زمینه برابره کړي او د بې وزلۍ ستونزه حل شي او زموږ ځوانان دې ته اړ نشي چې د کار لپاره پردیو هېوادونو ته لاړ شي.»

امیر خان متقي د خپلو څرګندونو په دوام ټینګار وکړ چې افغانستان تر دې وړاندې د نړۍ په کچه د نشه یي توکو تر ټولو ستر تولیدونکی و خو اوس دغه تولید صفر ته رسېدلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا