حنفي: د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن یو
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د خپلو ولایتي سفرونو د لړۍ پر دوام لغمان ولایت ته په سفر کې له خلکو او سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې طا-لبان د ښځو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي او هېڅوک حق نه لري، چې ښځې په بدو کې ورکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د امر بالمعروف وزارت په ټولنه کې ناوړه دودونه له منځه وړي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د ناوړه دودونو پر بنسټ د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي.
خالد حنفي له څو ورځو راهیسې بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي، څو د طا-لبانو د مشرهبت الله اخندزاده د صادرو شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د ښه پلي کېدو په موخه له ځایي مسوولانو سره خبرې وکړي.
حنفي همداراز ټينګار کړی، چې د ټولو ولایتونو مسوولین او علما مکلف دي څو په ملکي او پوځي ادارو او ټولنه کې د مشرتابه له لوري صادر شوي فرمانونه، حکمونه او لارښوونې پلي کړي.
هغه له دیني عالمانو هم وغوښتل، چې د محراب او ممبر له لارې د ټولنې په اصلاح کې برخه واخلي.
د طا-لبانو د امربالمعروف وزیر تېره ورځ ننګرهار ولایت ته هم تللی و او هلته یې په یوې غونډه کې د وینا پر مهال ویلي و، چې د امربالمعروف محتسبین مکلف دي څو د خلکو شخصي حریم ته درناوی او ورسره ښه چلند وکړي.
طا-لبانو په داسې حال کې په بدو کې د ښځو ورکول منع کړي، چې په تېرو درېيو کلونو کې یادې ډلې د جبري ودونو د مخنيوي مسووليت د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ته سپارلی دی.
که څه هم د تېر حکومت په وروستیو کې پر دې تمرکز زیات و، چې په بدو کې د نجونو د ورکولو مخه ونیول شي، خو د طا-لبانو له بیا ځلې واکمنېدو او د ښځو چارو وزارت او د ښځو د حقونو د ډېرو بنسټونو د فعالیتونو په بندولو سره، په بدو کې د ښځو د ورکولو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
طا-لبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار کولو ترڅنګ په لسګونو نورو لومړنیو حقونو بندیزونه لګولي او د ښځو پروړاندې څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي.