اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

د غزې پر شمالي سیمو د اسرائیلو په بریدونو کې ۸۷ کسان ووژل شول

دید خبرې آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په ښار باندې د تېرې ورځې او شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۷ تنه وژل شوي او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، اسراٸیلي پوځ ویلي چې د بریدونو په تړاو د راپورونو په اړه پلټنه کوي، چې په وروستیو میاشتو کې يې ترټولو لوی تلفات درلودل.

تر دې مخکې اسراٸيلو ويلي وو، چې د حماس د رسنيز دفتر له خوا خپرې شوې شمېرې، چې ويلي يې وو په بريدونو کې ۷۳ کسان وژل شوي، «مبالغه» ښکاري، او زياته کړې يې ده، چې د بريد موخه د حماس اړوند يو ځای و.

په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د ژغورنې عملیات د مخابراتي ستونزو او همداشان له اسرائیل سره پولې ته څېرمه سیمه کې د اسرائیلي پوځي عملیاتو د دوام له کبله له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «ټپیان لا هم تر خاورو او سړکونو لاندې پراته دي، او امبولانسونه او بېړني ټیمونه نشي کولی دوی ته ورسیږي.»

دا برید د شنبې په شپه ناوخته او دوه اونۍ وروسته له هغه وشو چې د جبالیه ښار چې د بیت لاهیا په جنوب کې موقعیت لري، په شاوخوا کې يې پراخ عملیات پیل شول. په دې عملیاتو کې اسراییلي ځواکونه د ټانکونو په ملاتړ هڅه کوي چې د حماس پاتې جنګیالي له سیمې وباسي.

په همدې حال کې په غزه کې وروستي بدلونونه د روانو جګړو، د اسراٸیلو د بریدونو او د خوراکي توکو، سون توکو او طبي توکو د سخت کمښت له امله رامنځ ته شوي ناوړه او اندېښمنونکی بشري وضعیت ښیي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلو د ځمکنیو بریدونو له پیله تر اوسه تر ۴۲ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او په زرګونو نور تر خاورو لاندې ښخ شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا