مجاهد: په دایکنډي کې پر ملکي خلکو د برید عاملین مو وژلي دي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرته له دې چې د دا/عش ډلې نوم واخلي وایي: «نن ناوخته په غور ولایت کې یوه وحشي او فتنه ګره ډله له منځه ولاړه.» مجاهد پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، دا هغه ډله وه چې د غور او دایکنډي ترمنځ یې څه باندې شلو هزاره ګانو ته یې مرګژوبله اوړولې وه.
د احمد تقي په نوم د طا-لبانو یو غړي پر اېکس خواله رسنۍ د سیف الله سعید مشهور په جواد بدر په نوم د یو کس د انځور په خپرولو سره ویلي، چې هغه په غور کې د دا/عش سره د جګړې پر مهال وژل شوی دی.
تر دې وړاندې د افغانستان د طا-لبانو اړوند المرصاد وېبپاڼې د غور ولایت په فېروز کوه کې د دا/عش ډلې د دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
دغې وېبپاڼې وژل شوي کسان د عزیز او مرتضی په نوم یاد کړي او ویلي یې دي، چې عزیز تیره میاشت هغه برید پلان او پلي کړی و، چې په پایله کې یې د دایکنډي او غور ترمنځ ۱۴ ملکي کسان په کې وژل شوي و.
المرصاد په خپل راپور کې د مرتضی په نوم وژل شوی کس بیا بهرنی وګړی یاد کړی دی.
مجاهد بیا زیاته کړې ده، چې طا-لبانو د غور ولایت د مرکز په مارکو سیمه کې د یادې ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړی، چې په پایله کې یې د دې ډلې مشر او یو بل مهم غړی وژل شوي دي.
د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې یادې ترهګرې ډلې د غور په ګډون په کابل او بامیان ولایتونو کې هم په څو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
د نوموړي په وینا، طا-لبانو له یوې اونۍ راهیسې د دغې ډلې پر وړاندې عملیات پیل کړي و، چې په دغو عملیاتو کې د دا/عش یو شمېر نور غړي نیول شوي هم دي.
د طا-لبانو ویاند وایي، چې په دې عملیاتو کې یوه اندازه مهمات، لاسي بمونه او نور چاودېدونکي توکي هم د طا-لبانو لاس ته ورغلي دي.
مجاهد همداراز وویل، چې د دغې ډلې مشري له بلوچستان څخه کېدله.
د یادولو ده، چې د روان کال د وږي په ۲۲مه نېټه د غور او دایکنډي ولایت په سرحدي سیمو کې د قرودال په کلي کې په یوه خونړي برید کې ۱۴ هزاره وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
وروسته بیا د دې پېښې مسوولیت دا/عش ډلې پر غاړه واخیسته.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری طا-لب چارواکو په وار ورار په کورنیو او بهرنیو غونډو کې ټینګار کړی، چې دا-عش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځته تللې ده، خو نړۍوال او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د دا/عش ډلې د فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دي.