اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

نړیواله ټولنه دې د افغانستان واقعیتونه درک کړي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د رییس الوزرا د دفتر مشر د یوناما سیاسی  برخې له مسئول سره په کتنې کې  ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه دې دافغانستان واقعیتونه درک کړي او منطقي چلند دې وکړي.

ریس الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع په کابل کې د ملګروملتو د نمایندګۍ (یوناما) د سیاسی برخې مسئول سکاټ سمیت سره په کتنې کې ویلی چې نړۍ باید په  واړو او له حقیقته په لیرې مسئلو باندې د تمرکز په ځاي، په افغانستان کې په موجوده واقعیّتونو باندې توجه وکړي او د طا-لبانو د حکومت پرمختګونه دې له نزدې مشاهده کړي.

هغه زیاته کړې ده ،چې افغانستان تل تیار دی څود مهمو موضوعګانو په باب بحث او د نظر تبادله  وکړي او یوازې د مثبت تعامل، غږملتیا او تفاهم له لارې د مشکلاتو لپاره حل لارې پيدا کولی شي.

ملاعبدالواسع همداراز هغه اقتصادي او اجتماعي مشکلات چې افغانستان ورسره لاس اوګریوان دی ،اشاره وکړه او ټيڼګار یې وکړ، چې نړیوالې ملګرتیاوې ددغه هیواد د وضعیّت له ښه کولو سره مرسته کولی شي.

د افغانستان د طا-لبانود حکومت دریس الوزرا ددفتر مشر وویل افغانستان ارزښتمن کلتوري او بډای سرچینې لری او نړیواله ټولنه باید دغه واقعیّتونو ته توجه وکړي او د سطحي قضاوتونو په ځاي د ملګرتیاو په لارو چارو پسې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا