اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د مس عینک پروژې د چارو پر پیل د مولوي عبدالکبیر ټینګار

دید خبرې آژانس: د رييس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چین د ام سي سي قراردادي شرکت له رییس سره کتنه کې د مس عینک پروژې د عملي چارو د پیل پر ګړندي کېدو ټينګار کړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، مولوي عبدالکبیر دغه کتنه کې زیاته کړې چې، د اسلامي امارت مسوولین د دغې لویې پروژې د چارو د پیل لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو دي.

د ام سي سي شرکت رییس هم وایي، چې په لومړي پړاو کې به د لوګر پر مس عینک پروژې څه باندې پنځه میلیارده ډالره پانګونه وشي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: « دغه کتنه کې ښاغلي بینک د پروژې د عملي پیل د چارو د چټکتیا په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې لومړۍ برخه کې به دوی تر پنځه میلیارده ډالرو پانګونه وکړي او د اړتیا وړ ماشینري به هم په راتلونکي کال کې افغانستان ته راوړي. »

بل لور ته د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د د دغه وزارت سرپرست هم د مس عینک قراردادي شرکت له رییس سره کتلي او د یادې پروژې د چارو د پرمختګ په اړه یې خبرې کړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د مس عینک پروژې د عملي چارو له پیلېدو سره به د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ مسو ته د افغانستان اړتیا هم پوره شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: « مس عینک د قوشتیپې او ټاپي په څېر یوه ستره بیسټیزه پروژه ده، چې د افغانستان په اقتصاد کې به یو ټولیز بدلون رامنځته کړي او بیکاري به لمنځه یوسي.»

مس عینک کان د کابل سویل ختیځ ته په ۴۰ کیلومټرۍ کې په لوګر ولایت کې موقعیت لري.

دا په نړۍ کې د مسو دویم ستر کان دی او د افغانستان د یوې سترې طبیعي شتمنۍ سرچینه ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا