د دید خبري اژانس: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل یو انځور په خپرولو سره چې په کې د “ویټو” کلمه لیکل شوې خولۍ او سوټ اغوستی دی، ډیموکراټانو ته خبرداری ورکړ چې که دوی د هغه د ادارې پروګرامونه خنډ کړي، نو هغه به د دوی وړاندیزونه ویټو کړي.

ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و چې که ډیموکراټان د هغه د ادارې د پالیسیو او پروګرامونو مخالفت وکړي او د پرمختګ مخه یې ونیسي، نو هغه به د ګوند پلانونه ویټو کړي.