اسلایدشوبشري حقونهخبرماشوماننړۍ

یونیسف: په غزه کې ماشومان لا هم له لومړنیو اړتیاوو څخه بې برخې دي

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په غزه کې د اوربند له اعلان څخه یو کال وروسته هم د ماشومانو لپاره بشري وضعیت خطرناک دی، چې سلګونه ماشومان پکې مړه او زرګونه ټپیان شوي دي.

د یونیسف سیمه ییز دفتر، په غزه کې د دوامداره بشري بحران په اړه اندیښنه څرګنده کړه، اعلان یې وکړ چې د اوربند له ټینګیدو راهیسې ۳۶۰ ماشومان مړه شوي او له ۱۷۰۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې ټینګار وکړ چې په غزه کې ماشومان لاهم د ژوند تر ټولو لومړنیو اړتیاوو ته کافي لاسرسی نلري، پشمول د روغتیا خدماتو، خوندي څښاک اوبو، خوړو او اساسي اسانتیاوو.

یونیسف په دوامداره توګه د جګړې پر ښکیلو خواوو د نړیوال فشار د زیاتولو غوښتنه کوي ترڅو غزې ته بشري مرستو ته سمدستي او بې خنډه لاسرسی ورکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button