د دید خبري اژانس: د امریکا د کانګرس نوي سناتور له پاکستان، مصر او اسرائیلو سره د واشنګټن د مالي مرستو د بندولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د کانګرس نوي سناتور عبدالسید له پاکستان، مصر او اسرائیلو سره د واشنګټن د مالي مرستو د بندولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې امریکا باید له هغو هیوادونو سره مرسته ونه کړي چې له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې لپاره خپلې مالي سرچینې کاروي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، السید ویلي، واشنګټن باید له هغو هیوادونو سره خپلې مالي مرستې بندې کړي چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې د نړیوالو قوانینو په سرغړونو کې کاروي.
نوموړي په دغو هیوادونو کې پاکستان هم شامل کړ او ادعا یې وکړه چې اسلام آباد په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.