د دید خبري اژانس : د سمنګان ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت څلور تنه ځوانان د ترکيې په پوله کې له نيول کيدو وروسته د دغه هېواد د پوليسو له خوا د شکنجو او وهلو له امله ووژل شول.

د افغانستان په سمنګان ولایت کې سیمه ایزو سرچینو د دغه ولایت د څلورو ځوانانو د ترکیې د پولیسو له خوا له شکنجه او وهلو وروسته د وژل کیدو خبر ورکړ.
د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر کلي اوسېدونکي وو، چې غوښتل يې د ترکيې له پولې واوړي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه څلور ځوانان تر نیول کېدو وروسته سخت شکنجه شوي او وهل شوي او په پایله کې وژل شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په دې وروستیو کې د ترکیې له سرحدي سیمو څخه داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې په کې سرحدي ساتونکي له افغان کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي او په نامناسبو شرایطو کې یې ساتي.