د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د قطر سفیر په پاکستان کې د ناروې سفیر او په افغانستان کې د دغه هیواد د غیر استوګن سفیر سره ولیدل او د ګډو ګټو په مسلو یې نظرونه تبادله کړل.

په کابل کې د قطر سفارت نن، د سې شنبې په ورځ، د عقرب ۳مه یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې په افغانستان کې د قطر سفیر میرذف بن علي القاشوطي، په پاکستان کې د ناروې سفیر سیګوالډ هاوګه او په افغانستان کې د دغه هیواد د غیر استوګن سفیر سره ولیدل.
د بیان له مخې، دواړو خواوو په دې غونډه کې د ګډو ګټو په مسلو نظرونه تبادله کړل؛ خو د بحث د موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.