افغانستانخبرسیمه

د ګډ امنیت تړون تاجکستان ته د افغانستان سره د پولې امنیت لپاره وسلې ورکوي

د دید خبري اژانس: د ګډ امنیت تړون سازمان (CSTO) عمومي منشي اعلان وکړ چې روسیه او د سازمان نور غړي هیوادونه به د روان کال تر پایه پورې تاجکستان ته د تجهیزاتو او وسلو لیږل پیل کړي ترڅو د افغانستان سره د هیواد پوله پیاوړې کړي.

طلعت بیک مصدقوف وویل چې روسیه، قزاقستان، قرغزستان او بلاروس به سږ کال په مني کې تاجکستان ته د تجهیزاتو او وسلو لیږلو پروسه پیل کړي.

د هغه په ​​وینا، دا پروګرام د تاجکستان-افغانستان د پولې د امنیت د پیاوړتیا په هدف پلي کیږي او یوازې د تجهیزاتو چمتو کولو پورې محدود نه دی، بلکې د وسلو لیږل به هم پکې شامل وي.

د ګډ امنیت تړون سازمان عمومي منشي ټینګار وکړ چې د تاجیک-افغان پولې د پیاوړتیا پروګرام د افغانستان لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button