امنیت او حوادثخبرنړۍ

جده د انصارالله د حملې په ټکان؛ هوايي ډګر وتړل شو

د دید خبري اژانس: عربي رسنیو او سرچینو د پنجشنبې په سهار د سعودي عربستان په جده هوايي ډګر د یمن د انصارالله د ځواکونو د برید خبر ورکړی دی. د سرچینو په وینا، دې برید د انصارالله د توغندیو او ډرون بریدونو د هدفونو په پراخولو سره د دغه هوايي ډګر د فعالیت مخه نیولې ده.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، له دې پېښې وروسته د جدې په هوايي ډګر کې څلور الوتکې د الوتنې د حالت د معلومولو په انتظار کې ځاى پر ځاى شوې دي او د دغه مهم هوايي ډګر ټول پروازونه ځنډول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button