د دید خبري اژانس: ملګري ملتونه وايي چې یوازې بشري مرستې د افغانستان بحران نشي حل کولی او د خلکو په اقتصاد او معیشت کې دوامداره پانګونه اړینه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویانده اولګا چرویکو وايي چې یوازې بشري مرستې د هیواد اقتصادي او معیشت بحران نشي حل کولی.
هغې ټینګار وکړ چې د فقر او لوږې د کمولو لپاره، باید د کرنې په سکتور کې دوامداره پانګونه وشي، د کار فرصتونه رامینځته شي، سیمه ایز بازارونه پیاوړي شي، د اوبو رسولو او روغتیایی خدماتو ته وده ورکړل شي.
د چرویکو په وینا، حتی د کرنیزو محصولاتو ښه والي او په بازارونو کې د خوړو شتون سره، هغه کورنۍ چې کافي عاید نلري لاهم به د ژوند د اساسي اړتیاوو پوره کولو کې له ستونزو سره مخ شي.
هغه د ژمي له رارسیدو دمخه د خلکو د فوري اړتیاوو د پوره کولو غوښتنه هم وکړه، ټینګار یې وکړ چې د کورنیو د معیشت لپاره اوږدمهاله ملاتړ کولی شي په بیړنیو مرستو باندې د دوی انحصار کم کړي.