د دید خبري اژانس: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عامه روغتونونو جوړول پیل شوي دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل چې د دې پروژو په بشپړیدو سره به خلک باکیفیته روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري.

جلالي دا موضوع د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره په یوه غونډه کې راپورته کړه او په ټول هیواد کې د روغتیا خدماتو د ښه کولو لپاره د حکومت په هڅو یې ټینګار وکړ.
طالبانو د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عامه روغتونونو د جوړولو د پلان د پیل اعلان کړی، پداسې حال کې چې د افغانستان د لرې پرتو سیمو اوسیدونکي په بیلابیلو ولایتونو کې د طبي مرکزونو د نشتوالي او د متخصص ډاکټرانو د کمښت په اړه شکایت کوي.