افغانستاناقتصاد او پرمختګخبر
له اسلام کلا څخه د هرات صادرات ۷۲ سلنه زیات شوي
د دید خبري اژانس: د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اسلام کلا بندر له لارې د هرات ولایت صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۲ سلنه ډېر شوي او ارزښت یې ۱۲۴ میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، له دې بندر څخه سوداګريز بهير په عادي ډول روان دى او هره ورځ شاوخوا ١٠٠٠ سوداګريز او ترانزيټي مالونه له دې لارې تګ راتګ کوي.
همدارنګه د اسلام کلا بندر په بېلابېلو برخو کې شاوخوا شپږ زره کسانو ته د کار زمینه برابروي او په یو زره او ۸۰۰ جریبه ځمکه کې فعالیت کوي.