بشري حقونهخبرنړۍ
د ګواردیولا غوښتنه له نړۍ څخه: د فلسطین خلک مه هېروئ
د دید خبري اژانس: د مانچسټرسیټی پخواني مدیر پپ ګواردیولا له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په غزه کې د فلسطین خلک هېر نه کړي.

په یوه ویډیو کې چې د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) سره په همکارۍ خپره شوې، ګواردیولا د ماشومانو د کړاو او د قربانیانو د غیر انساني په ګوته کولو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
په دې پیغام کې، هغه په غزه کې د فلسطینیانو د بشري وضعیت ته د پاملرنې اړتیا باندې ټینګار وکړ او له نړۍ یې وغوښتل چې د دوی د کړاو او بدمرغۍ څخه بې پروا پاتې نشي.