د دید خبري اژانس: د افغانستان پخواني ولسمشر له پاکستان غوښتي، چې له افغانستان سره د دوستۍ او دښمنۍ تر منځ یوه لاره غوره کړي او د افغانستان په اړه خپل دوه مخي سیاست پای ته ورسوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني له پاکستان غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړي او د دوستۍ او دښمنۍ ترمنځ لاره غوره کړي.
غني وویل، د دوه مخي چلند موده تېره شوې او پاکستان له یوې خوا له افغانستان سره پر دوستۍ ټینګار نه شي کولای او له بلې خوا په افغانستان کې د فعالو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی چې د دا ډول سیاستونو دوام کولای شي په افغانستان کې جګړه نوره هم ګرمه کړي او امنیتي پایلې به یې یوازې په دې جغرافیه پورې محدودې نه شي.
هغه دغه راز دا وضعیت د سیمې د ثبات لپاره یو ګواښ وباله او د افغانستان په اړه یې د پاکستان د دریځ د روښانه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.