افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرخبرې اترېنړۍ

د اقتصادي پلاوی سفر کابل ته؛ روسیه له افغانستان سره د سوداګرۍ دوه چنده کولو اعلان وکړ

د دید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف اعلان کړی چې د روسیې مرستیال لومړي وریز الکسي اورچوک به د لوړ پوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي؛ دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي وروسته ترسره کیږي.

کابلوف د جمعې په ورځ، د میزان په ۲۴مه د پلاوي د سفر اعلان وکړ، خو کابل ته د اورچوک د سفر دقیق وخت یې مشخص نه کړ.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی دا هم وویل چې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال د ورته مودې په پرتله دوه چنده شوی دی.

هغه د مرکزي آسیا او افغانستان د امنیت په اړه د ګډ امنیت تړون سازمان (CSTO)، د خپلواکو هېوادونو د مشترک المنافع (CIS) او د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) لخوا په جوړه شوې غونډه کې وویل: “زموږ د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم مخ په زیاتیدو دی. د سږ کال په لومړۍ نیمایي کې، دا شمېره دوه چنده شوې ده.”

کابلوف، د دې په یادولو سره چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ مطلق حجم لاهم ډیر اغیزمن نه دی، ټینګار وکړ چې دا وده د افغانستان لپاره ځانګړې اهمیت لري.

هغه زیاته کړه: “دا مهمه ده چې دا بهیر باثباته او مخ په ودې وي.”

د روسیې ځانګړي استازي دا هم ډاډ ورکړ چې مسکو به د دې بهیر ساتلو هڅه وکړي او ویې ویل چې د روسیې او افغانستان ترمنځ رغنده او دوه اړخیزه ګټور تعامل رامینځته کیږي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې روسیې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخولو ته ډیره پاملرنه ښودلې ده، او کابل ته د هغې د لوړ پوړي اقتصادي پلاوي سفر کولی شي د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ لپاره د نوي فرصتونو سپړلو ته لاره هواره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button