خبرنړۍ

پوتین: موږ د تیلو پر تصفیه خانو د اوکراین د بریدونو ځواب ورکوو

د دید خبري اژانس: د روسیې د تیلو پر تصفیه خانو د اوکراین د بریدونو په غبرګون کې د روسیې ولسمشر اعلان وکړ چې موږ به دغو بریدونو ته ځواب ووایو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې ته په اشارې سره چې اوکراین اوس هم د روسیې د نفتو د تصفیې د په نښه کولو هڅه کوی، وویل: د اوکراین د وسله والو ځواکونو د تیلو په تصفیه خانو حملې په ځینو ځایونو کې شوی خو کوم خاص زیان یې نه دی اړولی.

د روسیې ولسمشر په دوام وویل: روسیه به د اوکراین د تیلو د تصفیې، لوجستیکی تاسیساتو او د انرژۍ په زیربنا باندې د حملو ځواب ورکړی. دوی باید دا کار نه وای پیل کړی.

پوتین څرګنده کړه چې کی یف له خپلو ملاتړو څخه غواړي چې پر مسکو فشار راوړي چې د هغو اقداماتو په وړاندې د انتقامي بریدونو مخه ونیسي چې کی یف یې په اړه فکر کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button