د دید خبري اژانس: د فرانسې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په هیواد کې د لیسې د زده کونکو د لاریونونو وروسته شاوخوا ۸۰۰۰ کسان نیول شوي دي، چې ۸۵ سلنه یې له قانونی عمر څخه ټیټ دي.

د دې راپور پر بنسټ، لاریون کوونکي زده کونکي د پوهنې په سکتور کې د پانګونې د زیاتوالي، د ښوونکو د کمښت د حل او د تعلیمي شرایطو د ښه کولو غوښتنه کوي.
دا لاریونونه دوام لري پداسې حال کې چې د زده کړې کیفیت او د تدریسي کارمندانو کمښت پورې اړوند غوښتنې د زده کونکو د لاریونونو اصلي تمرکز ګرځیدلی دی.