اسلایدشوافغانستانخبرخبرې اترېنړۍ

د اسلامي همکارۍ سازمان به د بغداد په غونډه کې د افغانستان د کړکېچ په اړه بحث وکړي

د دید خبري اژانس: د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۵۲مه غونډه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۷ او ۱۸ نیټه د عراق په پلازمینه بغداد کې ترسره شي او د افغانستان د وضعیت، د یمن او سوډان د بحرانونو او سیمه ایزو پرمختګونو په اړه به بحث وشي.

دا غونډه به د “خبرو اترو او پیوستون؛ د سولې او دوامداره پرمختګ د ترویج لپاره دوه اساسي ستنې” تر سرلیک لاندې ترسره شي او د فلسطین مسله، په سوریه کې پرمختګونه، په نړۍ کې د مسلمان اقلیتونو وضعیت، او د ۲۰۲۵ کال د اسلاموفوبیا راپور په څیر موضوعات هم د دې په اجنډا کې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د اسلامي همکارۍ سازمان د ۵۷ غړو هیوادونو له ډلې څخه د ۵۳ هیوادونو استازو په غونډه کې د ګډون لپاره خپل شتون تایید کړی دی. عراق به له ۱۹۸۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د دې غونډې کوربه وي او د ترکیې څخه به د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا مشري په غاړه واخلي.

په دې غونډه کې، تمه کیږي چې غړي هیوادونه به د سیمه ایزو ننګونو او د سولې، ثبات او دوامداره پرمختګ په برخو کې د اسلامي همکارۍ د پیاوړتیا په لارو چارو نظرونه تبادله کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button